اسوشیټډ پرس: امریکا سره دطالبانو د تړون یو مهم شرط د زندانیانو خلاصون دی

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۹ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
اسوشیټډ پرس خبري اژانس د یو لوړ پوړي طالب له خولې لیکلي، چې له امریکا سره د سولې تړون د لاسلیک یو مهم شرط د زرګونو طالب زندانیانو خوشې کول دي او دا موضوع د سولې تړون کې لیکل شوې ده.
راپور زیاتوي، یو طالب چارواکي چې د نوم نه ښودو په شرط یې ورسره خبرې کړې دي ویلي، طالبانو د خپلو زنداني ملګرو یو لیست هم امریکایي پلاوي ته سپارلی دی او د هغوی د خوشې کولو موضوع د دواړو لوریو د هوکړې په متن کې ځای پر ځای شوې ده.
راپور د خپلې سرچینې له قوله زیاتوي، د طالب زندانیانو خوشې کېدل هغه څه دي چې دوی یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره مهم بولي خو د چارو ځینې شنونکي بیا په دې باور دي چې ښایي د طالب زندانیانو خوشې کول د سولې پروسه تر سیوري لاندې راولي.
د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم ځینې امریکایي چارواکو د طالب زندانیانو خوشې کېدل د سولې تړون یوه برخه بللې وه.
طالب او امریکایي مرکچیانو په ځینې موضوعاتو خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په پار خبرې ځنډولې دي، ښایي راتلونکو څو ورځو کې یو ځل بیا دواړه خواوې سره جرګه، او مذاکرات پیل کړي.



