نشنل انټرسټ: امریکا افغان جګړه وبایله، د سولې په راوستو سره دې دخلکو زړونه وګټي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۹ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
نشنل انټرسټ خپرونې افغان جګړه کې د امریکایي مشرانو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپرو شویو اسنادو ته په اشارې ویلي، امریکایان باید له دې جګړې درس واخلي او بیا داسې نه جبرانېدونکي تېروتنې تکرار نکړي.
د سرچینې په وینا، امریکا پر دې اوږدې جګړې میلیاردونو ډالر ولګول او په زرګونو پوځیان یې قرباني کړل خو پایله یې د امریکایي مشرانو له درواغو پرته بل هیڅ هم نشوه.
د سرچینې په وینا، امریکا د دې جګړې د ګټلو توان له لاسه ورکړی دی او هغه څه چې اوس مهم دي، هغه دا دي چې د خلکو زړونه وګټي.
راپور کې وړاندې راغلي، امریکا باید اوس افغانانو ته هغه څه وکړي چې هغوی یې په تمه دي او هغه په لومړي قدم کې سوله او د افغانانو ترمنځ بین الافغاني تفاهم دی.
سرچینه لیکي، امریکا تل په ناپایه جګړو بې ځایه لګښت کړی دی او له دې وروسته باید د خپلو لګښتونو لپاره مشخصه او واضح تګلاره ولري.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره میاشت دافغانستان په اړه داسې اسناد خپاره کړل چې ګنې امریکایي مشرانو د دې جګړې په اړه خپل ولس ته درواغ ویلي چې باید محاکمه شي.



