کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي او متحده عرب امارتو له مشرانو سره په خبرو کې ویلي، د ایران او د هغه د ملاتړو وسلوالو ډلو هر ډول برید ته به سخت ځواب ووايي.
د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي مايک پمپیو د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ابوظبۍ له ولیعهد محمد بن زاید ال نهیان سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند “مورګن اورتاګس” وايي، ښاغلي پمپیو او محمد بن سلمان عراق او سوریه کې د کتایب حزب الله ډلې په مرکزونو د امریکا پر پرونيو بریدونو هم وغږېدل.
امریکا په “کتايب حزب الله” وسلواله ډله تورنه وي چې تيره اونۍ يې د عراق په “کرکوک” ښار کې په داعش ضد ټلوالې برید وکړ چې په پايله کې يې يو امریکايي قراردي ووژل شو او څو امریکايي او عراقي سرتېري ټپیان شول.
ښاغلي پمپیو له نتن ياهو، محمد بن سلمان او محمد بن زايد ال نهيان سره په خبرو کې ټنګار وکړ چې که ایران یا یې ملاتړې وسلوالې ډلې بیا پر امریکا او یا یې په ملګرو برید وکړي د پروني په څير دسخت ځواب سره به مخ شي.
















