د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو بهیر پیل شو

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، نن سې شنبه یې په ټول افغانستان کې د ثبت شوو ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو بهیر رسماً پیل کړ.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیالې زرمینه حجقو کاکړ رسنیو ته وویل، چې له یاد کمېسیون سره ثبت شوي ټول۱۶۵۰۰ شکایتونه پر کټګوریو باندې وېشل شوي دي.
اغلې حقجو کاکړ زیاته کړه: “د شکایتونو تر ثبتولو وروسته موږ د تصنیف بندۍ مرحله پیلوله، خو د دې له امله چې ۷۶ سلنه شکایتونه په مرکزي کمېسیون کې ثبت شوي و، ډېر وخت د یادو شکایتونو سکن کولو ونیوی او تر هغه وروسته د تصنیف بندۍ مرحله پیل شوه.”
د ټاکنو د قانون لهمخې، ولایتي دفترونه مکلف دي، چې د شکایتونو تر ثبتولو وروسته د ۱۵ ورځو په اوږدو کې خپلې پایلې معلومې کړي.
د شکایتونو کمېسیون بیا ۱۰ ورځ وخت لري، چې ټول ثبت شوي شکایتونه وڅېړي او پایلې یې اعلان کړي، چې تر هغه وروسته د استیناف غوښتلو بهیر پیلېږي.
حقجو همدارنګه وویل:“دا یو ملي پروسه ده او د خلکو لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، باید په څېړنو کې پوره دقت وشي، تر څو ټولې ثبت شوي قضیې وڅېړل شي.”



