ترکيه کې د داعش ۱۰۰ تنه غړي نيول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
په ترکیه کې امنيتي ځواکونو د ټول هیواد په کچه د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوسلوالې ډلې سره د همکاري په تور ۱۰۰ تنه نیولې دي.
په نيول شويو کسانو کې ډیر یې د عراق اوسيدونکي دي
په يادو عملیاتو کې په سلګونو د ترهګرۍ په وړنداې د مبارزې ځانګړو پولیسو برخه اخیستې ده.
د ترکیي د دولتي خبري آژانس “انادولو” د راپور له مخې چې ۳۳ کسان د انقرې په ایالت کې نیول شوي دي په نیول شویو کسانو کې عراقي اتباع او همدارنګه دوه تنه سوریایان او یو تن مراکشی شامل دي.
پاتې وسلوال په باتمان، کایصاري او ادانا ایالتونو کې نیول شوي دي.
۴۰۰ تنه پولیسو یوازې د سویل ختیځ ایالت باتمان په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.



