اوسمهال مو اوربند په ګټه او که په زیان دی؟
لیکوال: امین وردګ
د افغانستان په اوسنیو حساسو شرائطو کې (د امریکا او افغان طلبانو تر منځ) د سولې په اړه د اوربند موضع ډېره توده شوې ده.
خو اساسي پوښتنه دا ده؛ چې آیا په اوربند کې به اوسمهال د افغانانو ګټه وي او که زیان؟
-له اوربند نه وروسته به د جګړې اور مړ او که لا پسې تاند او څپاند شي؟
-آیا د یوه اور مړه کول به د بل د تازه کولو لامل و نه ګرځي؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي؛ چې د سړي د اُمیدونو مراندې پرې کوي.
هر عاقل پوهیږي چې کله دوه ښکېل نظامي قوتونه د جګړې له ډګر څخه شاته کیږي، نو دواړه یې؛ هم یو بل ته د آخرني ګذار هڅې کوې او هم (مات لوری) خپله ماتې پټول غواړي.
اوس ټول پوهېدلي چې امریکا د افغانانو پر وړاندې جګړه بایللې ده، مګر (د غرور او استکبار له امله) دا نشي زغملای، چې د خړو پړو ټوکخوارو (طالبانو) پر وړاندې ماتې ومني؛ هغه هم په داسې حال کې، چې د تکنالوژیک موقف ساری یې د بشریت په تاریخ کې نشته.
اوس پوښتنه دا ده: چې د دوی اصلي هدف له ((اوربند)) څخه، څه دی؟
امریکایانو خو د افغانانو پر وړاندې پوره آتلس کاله جګړه وکړه، هېڅ ډول شیطاني خدعه، تاکتیکي عملیه، خائنانه او بزدلانه حرکتونه یې درېغ نکړل؛ خو بیا هم مات شول الحمدلله ! مګر اوس غواړي چې؛ د افغانانو آتلس کلنې حماسې ((یوازې د ګوتو په شمېر ورځو کې)) له خاورو سره خاورې کړي!
بلې! امریکایان غواړي چې د افغان طالبانو وقار او تاریخي بریا؛ یوازې په لسو ورځو کې په اوبو لاهو کړي.
زما کلک باور دی، چې دا ځل امریکا (د بل هر وخت په تناسب) ستر شیطاني طلسم طرح کړی دی ، خو الله دې وکړي چې پکې بریالۍ نشي.
زه دا وېره لرم؛ چې که (الله مکړه) طالب مشرانو (تر نهايي هوکړې وړاندې) موقتي اوربند اعلان کړ، نو د امریکا شیطاني استخباراتي حربه به ایله – بیله (د دوی لپاره) مثبت (او زموږ لپاره منفي) حرکت پیل کړي، CIA + ISI + KGB +د دوی افغان استخباراتي مزدوران او سیمئیز مخبران به خپل ټول زور او ځواک و آزمویي، هر ډول وحشیانه چاودنې به تر سره کړي او په دې ډول به د اسلامي امارت نفوذ ته احصائيوي بڼه ورکړي، بیا به داسې اعلان هم پسې وکړي چې:
((دلته یوازې اسلامي امارت نه، بلکې په لسګونو نظامي تحدیدونه وجود لري؛ نو باید چې د روان سولئیز مذاکراتي روند بڼه واړوو))
که (الله مکړه)داسې کار وشو؛ نو داعش به (د بل هر وخت په تناسب) زیات مشهور او مطرح شي! چې همدغه د خارجي اشغالګرو اساسي هدف هم دی.
نو زما په اند: تر نهايي تړون او دا چې خارجي قوتونه د وتلو کلکه تابیا ونیسي او ضمناً عملي بڼه ورکړي -هېڅ خیر مو په اوربند کې نشته.
ګورئ! زه پوهېږم چې د آرامۍ یو ساعت، د جګړې له یوه کال نه مزه ناک او بهتر دی.
د جګړو په دوام باندې یوازې هغه خلک خوښ وي، چې فقط د جګړې ګټه وړي، نه زیان ! اما موږ خو مستقیماً د جګړې قربانیان یو! خو زه بیا هم اوسنی اوربند د کومې بلې خطرناکې جګړې پیل ګڼم، ځکه خو موقتي فاجعو ته تر غټو او مهلکو فاجعو ترجح ورکوم.
بیا هم وایم چې باید تر آخرنۍ فیصلې وړاندې اوربند ونشي.
زموږ ټولو هدف د ریښتینو افغان مسلمانانو بریا، سوکالي او خوشالي ده، موږ ټول د اشغالګرو دائمي ماته او ذلت غواړو او دا مو آرمان او هدف دی چې؛ کلمة الله غالبه، اضداد یې مغلوب او شرمنده شي ان شاءالله.



