کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل
د ایران ولسمشر وایي، د امریکا بندیزونو په تېرو دوو کلونو کې ایران ته دوه سوه میلیارده ډالر تاوان رسولی دی.
حسن روحاني دغه څرګندونې نن په پلازمينه تهران کې د ریلګاډي د یوې پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې وکړې.
دغه زیان ایران ته د بهرنیو عوایدو او نه پانګونې له درکه رسېدلی دی.
نوموړي وویل، که ايران په اقتصادي جګړه کې ښکېل نه وای، عواید به یې دوه سوه میلیارډالره زیات وو.
امريکا په ایران اقتصادي بندیزونه تېرکال وروسته له هغې ولګول چې نړيوالې ټولنې سره د ایران د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه ووت.
ديادونې وړ ده چې دغو بندیزونو تر ډېره د ایران د تېلو صادرات چې د دې هېواد د عوایدو اصلي سرچینه بلل کېږي، په نښه کړي دي.

















