په تخار او کندز کې څلويښت پوليس او د ملي اردو عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۱، چهارشنبه)

د امنيتي سرچينو او د طالبانو د راپورونو پر اساس، په تخار او کندز ولايتونو کې د طالبانو په بريدونو کې څلويښت پوليس او عسکر وژل شوي، لسګونه نور ټپيان دي.

یوه سيمه ييز نظامي قومندان له نوم ښودلو پرته بي بي سي ته ويلي، چې نن د چهارشنبې په سهار د تخار درقد ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي.

دغه راز یوې بلې امنيتي سرچينې په کندز کې د ديارلس پوليسو او ملي اردو سرتيرو د وژنې خبر ورکړی چې په وينا يې د دغه ولايت په ارچي ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

طالبانو د يادو دواړو بريدونو پخلی کړی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د درقد ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ او دفاعي پوستو بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې د امنيه قومندان د ټپي کيدو تر څنګ شپاړلس عسکر وژل شوي، یو شمير نور ټپيان ، دوه ټانګونه ويجاړ او یوه اندازه وسلې او مهمات طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم پر دوو پوستو بریدونه شوي چې په ترڅ کې يې څلورويشت عسکر وژل شوي، يوولس ټپيان، دوه ټانګونه ویجاړ او په زياته اندازه وسلې او مهمات طالبانو نيولي دي.

د کندز ولايتي شورا منشي په ياه سیمه کې بريد تاييدوي په خبره يې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د کندز او تخار چارواکي ادعا کوي چې په دواړو بريدونو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو طالبانو ويلي، چې په دغه بريدونو کې دوی ته هيڅ زيان نه دی رسيدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button