پخوا به چې د موبایل تر ټولو ښه بیټري وه هغه د لیتیم ایون او لیتیم پلیمیر بیټري وي خو په ۲۰۲۰ کال کې به د ګرافین په نوم بیټریو څخه کار اخیستل کیږي، دا د ځیرکو موبایلونو تر ټولو قوي او زر چارجیدونکي بیټري دي.
سام سونګ (SAMSUNG) موبایل کمپنۍ له ډیر پخوا دا کوشش کوي چې دا ډول بیټرۍ لرونکي ځیرک موبایلونه بازار ته راوباسي خو بر لاسۍ نشو بالاخره اوس د سام سونګ موبایل کارپوهان وايي، چې دا کمپنۍ به د روان ۲۰۲۰ تر نیمايي پورې په دا ډول بیټریو ځیرک موبایلونه بازار ته راوباسي.
یو ځل پخوا هم سام سونګ موبایل کمپنۍ ورته هڅه په نوټ ۷ موبایل کې کړي وه چې بیا ناکام شول چې د موبایلو بازار کې بیا ترې ايپل شرکت مخکې شو، خو اوس سام سونګ کمپنۍ هڅه کوي چې بیا ځلي داسې غلطي ونکړي تر څو نور هم وروسته پاتې شي.