معتبرې سرچینې: راتلونکو څو ورځو کې به د طالبانو او امریکایانو خبرې بیا پیل شي

کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي چې د دې ډلې او امریکا د استازو تر منځ د سولې د خبرو راتلونکي پړاو به څو راتلونکو ورځو کې بیا پیل شي.

د طالبانو یوې معتبرې سرچينې په دې اړه ویلي، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر هغه پلاوی چې له مشرتابه سره د سلامشورو لپاره تللی وو؛ اوس بېرته قطر ته ستون شوی دی.

دغه پلاوی له څو ورځو راهیسې د تاوتريخوالو د کمولو او له امریکا سره د سولې د تړون د لاسلیکولو په خاطر د دغې ډلې له مشرتابه سره په سلامشورو بوخت وو.

د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د خبرو یوه مهمه موضوع له امریکا سره د هوکړې د لاسليک پر مهال د تاوتريخوالي کموالی دی.

خو طالبانو څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د هر ډول اوربند احتمال رد کړ او زیاته یې کړه چې یوازې د تاوتريخوالو د کمولو پر موضوع سلامشورې روانې دي.

د امریکا او طالبانو د استازو تر منځ د سولې خبرې له درې میاشتني ځنډ وروسته د قوس یا لیندۍ په شپاړسمه نېټه پیل شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button