اوچا: اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره سږ کال۷۳۳ميليونه ډالرو ته اړتيا لرو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ‘اوچا’ وايي، د دوی له لوري د ۲۰۲۰م کال لپاره د جوړ شوي پلان له مخې ۷۳۳میلیونه ډالرو مرستې ته بېړنۍ اړتیا لري، چې د جګړو او طبیعې پېښو څخه متاثره ۷ میلیونه او سل زره افغانانو سره بشري مرستې وشي.

د دې ادارې له لوري خپور شوي راپور کې يادونه شوې، چې یوازې ۴ میليونه افغانان د جګړو له کبله په کور دننه بې ځایه شوي دي، له دې پرته نږدې ۴ميليونه نور یې بیا طبیعي افتونو ځپلي، مېرمنې، عمر خوړلي خلک او دماغي ناروغان دي، چې بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده، چې روان ۲۰۲۰ کال په افغانستان کې د جګړې  اټکل شوی دی، خو د طالبانو او امريکايانو ترمنځ قطر هيواد کې روانو خبرو ته په کتو داسې هیلې شته چې د سولې د تړون له لاسلیک وروسته به جګړه پای ته ورسیږي او افغانان به سوکاله ژوند ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button