ترکیې تېر کال نږدې ۲۰۰ زره افغان کډوال نیولي دي

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي چې تېر کال یې ټول ټال نیم میلیون غیر قانوني کډوال نیولي دي چې ډېری یې د عراق، سوریې، فلسطین، پاکستان، عراق، ګرجستان، افغانستان او میانمار دي.

د سرچینې په خبره له دې ډلې ۱۹۹زره او پنځه سوه کډوال افغانان وو، چې د وړم کال په پرتله یې شمېر څلور برابره زیاتوالی ښيي.

د ترکیې د قوانینو له مخې هغه کسان چې په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورځي نو د کډوالۍ په موقتو تمځایونو کې ساتل کېږي او بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

ترکیه داسې مهال دغه راپورونه خپروي چې اوس هم زرګونه افغانان دغه هېواد ته د کډوالۍ لپاره زړه ښه کوي او له دې ځایه په قاچاقي لارو اروپايي هېوادونو ته اوړي.

کتونکي د دې عمده لامل په هیواد کې خونړۍ جګړې او بې کاري ښیي چې زرګونه افغانان یې مهاجرت او اروپایي هیوادونو ته په ورتګ مجبور کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button