کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۱۱ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په پایله کې چې هر څوک واک ته رسېږي، ښه به وي چې نورې سیاسي ډلې هم واک کې شریکې کړي.
جان بس نن طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي، په یو میلیون رایو ټاکل شوی ولسمشر ښایي ډېر سیاسي اعتبار ونلري، ضروري ده چې راتلونکی حکومت هم شریک رامنځته شي.
باس وویل، تېرو ولسشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه وه او د هغو ۹ میلیونه کسانو له ډلې چې د رایې ورکولو جوګه دي، یوازې یو میلیون یې ښایي راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړې وي.
نوموړي زیاته کړه، د امریکا په سیاسي کلتور کې دا کچه په دې معنا ده چې یو څوک بشپړ سیاسي اعتبار نه لري، او د ټولو هغو وګړو استازیتوب نه کوي چې د رایې ورکولو جوګه دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوسني وضعیت کې څه باید وشي، د امریکا سفیر وویل، هر څوک چې ولسمشر کېږي باید نورو سیاسي ډلو ته هم واک کې غوښنه برخه ورکړي.
جان بس وویل، راتلونکی ولسمشر باید داسې چلن وکړي چې ټولې ډلې تپلې احساس وکړي چې حکومت کې ونډه لري او غږ یې اورېدل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا سفیر جان بس، چې افغانستان کې یې دنده په ختمېدو ده، افغانستان کې د حکومتولۍ پر کیفیت او حکومتي کړنو نیوکې کوي.
نوموړي تر دې وړاندې هم د حکومتي چارواکو په فساد نیوکې کړي، او له دوی یې غوښتي چې خپل مسئولیت ته په درناوي د اداري فساد په مخنیوي کې پوره ونډه واخلي.