عراق: ايران پلوه شيعه مليشو د امريکايي اډو د کلابندۍ خبرداری ورکړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

عراق کې ايران پلوه شيعه ملېشو ‘حشدالشعبي’ خبرداری ورکړی، چې په ټول هېواد کې به د امريکا پوځي اډې کلابندې کړي.

د يادې ډلې د ‘سيد الشهداء’ کنډک مشر ‘ابو الآء الولائي’ په خبره، امريکا د الانبار ولايت په القائم سيمه کې د حزب الله شيعه ملېشو مرکزونه په نښه کړي او دوی به يې په وړاندې عراق کې د امريکا ټولې پوځ اډې محاصره کړي.

ايران پلوه شيعه مليشې داسې مهال د امريکايي اډو د محاصره کولو ګواښ کوي، چې تېره ورځ قهرېدلو مظاهره چيانو پلازمېنې بغداد کې د امريکا پر سفارت برید وکړ او د سفارت ودانۍ ته يې اور واچاوه.

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ پرون په يو ټويټ کې ايران تورن کړ، چې ددې هيواد په سفارت بريد کې لاس لري.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په عراق کې شاوخوا پنځه زره امريکايي عسکر پراته دي او د امريکا دفاع وزارت په خپله تازه پرېکړه کې ويلي، چې بغداد کې د خپل سفارت ژغورنې او امنيت لپاره سلګونه نور عسکر هم عراق ته لېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button