کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان سفیر او د سولې د خبرو د روان بهير تعقيبونکي ملا عبدالسلام ضعيف ويلي د سولې لپاره تر اوسه هم د باور فضا نه ده رامنځته شوې او هر وخت شونې ده، چې ياد بهير له ناکامۍ سره مخ شي.
نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، له دښمنۍ ډک چلند او د بې باورۍ له امله د سولې جوړ شوی چوکاټ هر وخت ماتېدلی شي.
د يادونې وړ ده چې ښاغلی ضعيف داسې مهال دا خبره کوي چې د قطر په پلازمينه دوحه کې افغانستان کې د امريکايي جګړې د ختمولو په سر د طالبانو او امريکايانو ترمنځ لس پړاوه خبرې ترسره شوي او يولسم پړاو به يې هم ډيژر پيل شي اوتمه کيږي چې د دواړو خواو ترمنځ به يوه توافقنامه هم لاسليک وشي.


















