ايران: د امريکا له لوري د هر ګواښ ځواب ته تيار يو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د ایران مذهبي مشر ‘ايت الله علي خامنه يي’ د امريکا له لوري په عراق کې پر ايران پلوو شيعه ملېشو شوي هوايي بریدونه غندلي او زياته کړې يې ده، چې هېواد يې د هر ډول ګواښ او تېري ځواب ته تيار دی.

خامنه يي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ پارېدلو لاريونوالو د عراق پلازمېنه بغداد کې د امريکا پر سفارت برید وکړ او د سفارت ودانۍ يې اور واچاوه.

د امريکا په سفارت د دې برید او تاوتريخوالي نه وروسته ټرمپ ايران تورن کړی و، خو وروسته يې وويل، چې له ایران سره د جګړې او تاوتريخوالي هوډ نه لري.

خامنه يي ويلي، چې د امريکا پر سفارت برید له ایران سره هېڅ تړاو نه لري او په دې اړه يې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تورونه رد کړي دي.

نوموړي زياته کړې چې “د خپل هېواد ملي ګټو ساتلو ته حاضر يو، د ایراني ولسي پرمختګ او هوساينه زموږ لومړيتوب دی.”

مربوطه مطالب

Back to top button