کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ ثور ۱۴۰۱ل)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکرایین په ختيځ دونباس سیمه کې يې ځواکونه د خپلې مورنۍ خاورې د ازادۍ لپاره جګړه کوي. پوتین پر لویديځوالو تور پورې کړ چې پر خاوره يې بريد ته چمتووالی نيسي. هغه دغه راز ناټو سازمان هم روسيې ته ستر ګواښ بللی دی. پوتین دا څرګندونې نن په مسکو کې پوځي پرېډ یا جشن ته په وینا کې کړې دي. روسان د مې نهمه په دویمه نړېواله جګړه کې پر المان د روسیې د بري د ورځې په توګه نمانځي او په دې ورځ لوی پوځي جشن هم جوړوي. پوتین په نننۍ وینا کې وویل چې دولت به یې د هغو کورنیو د ساتنې لپاره هر کار وکړي چې د اوکرایین د جګړې له کبله د ویر پر ټغر ناستې دي. هغه خپله وینا په سره څلورلاره کې خپلو پوځیانو ته د چکچکو په وهلو، د توپونو په ډزونو او د روسیې د ملي سرود په غږولو پای ته ورسوله. تر دې مخکې داسې ګنګوسې وې چې ښايي روسیه نن د اوکرايين د جګړې په اړه کوم ځانګړی اعلان وکړي. د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسېس د هنګري د لومړي وزیر ویکتور اوربان له قوله ویلي وو چې روسان یو پروګرام لري او هر څه به د مې پر نهمه نېټه پای ته ورسېږي.
















