د دبی او اسراییلو اړیکې؛ اسراییلو له عربي اماراتو سره د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیلو د اشغالګر دولت او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د ازاد تجارت تړون لاسلیک شوی دی.
دا د عربي نړۍ له هېوادونو سره د اسراییل لومړی ستر تجارتي تړون دی چې موخه یې د منځني ختیځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی دی.
عربي رسنۍ وایي، چې دغه تړون تر څو میاشتنیو مذاکراتو وروسته نن سه شنبې د اسراییل د اقتصاد وزیرې “اورنا باربیوای” او د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر “عبدالله بن طوق” په دوبۍ کې لاسلیک کړی دی.
د اماراتو لپاره د اسراییل سفیر “امیر هایک” پر خپل ټویټر لیکلي چې دا تړون به د عربي اماراتو او عربي نړۍ ترمنځ سوداګرۍ ته لار پرانیزي.
په ورته وخت کې متحده عربي اماراتو دا تړون ستره لاسته راوړنه بللې ده.



