کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د سیستان- بلوچستان ولایت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د مولوي “محمد کریم حلیمي” په نوم د سُنیانو یو مشهور عالم او خطیب وژل شوی دی.
د ایران د سیستان- بلوچستان ایالت د پولیسو مشر “سردار احمد طاهري” رسنیو ته ویلي، چې دغه دیني عالم د سې شنبې په ورځ د می په ۳۱ مه د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو او تر اوسه یې عاملین نه دي پیژندل شوي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د ایران په بیلا بیلو ایالتونو کې مطرح سُني عالمان وژل شوي خو تر اوسه یې عاملین نه دي نیول شوي دي.


















