په امریکا د اسراییلو غږ؛ د ایران پر ضد نظامي ایتلاف رامنځ ته کړئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

‏اسراییلو له امریکا غوښتي چې په سیمه کې د ایران ضد نظامي ایتلاف رامنځ ته کړي.

د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي چې د ایران پر وړاندې د سیمې د هېوادونو حوصله نوره ختمه ده نو دوی د دې غوښتونکي دي چې امریکا په دې سیمه کې د عربو او اسراییلو له ګډون نظامي ایتلاف جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا په ګډون د غربي نړۍ او ایران اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینګلې شوې او اسراییلي استخباراتو ځینې مهم ایراني چارواکي ترور کړي هم دي.

مربوطه مطالب

Back to top button