ضمیر کابلوف: روسیه ښایي افغان حکومت په رسمیت وپیژني

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی “ضمیر کابلوف” خبر ورکړی، چې هیواد یې ښایي د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
نوموړي چې د روسیې “1 تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل: دوی د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط لري او په دې اړه د امریکا په ګډون د هیڅ کوم بل هیواد تګلاره نه تعقیبوي.
کابلوف د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د هیواد لومړنی شرط یې د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کیدل دی چې ټول اړخونه پکې ځانونه وویني او دا چاره به د نورو مهمو مسایلو حل ته لاره هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت هم بیا، بیا ویلي چې د روسیې په ګډون ټولې نړۍ سره په متقابل احترام ولاړې ښې اړیکي غواړي.
باید وویل شي چې په افغانستان د اسلامي امارت د ولکې عمر یو کلنۍ ته په نږدې کېدو دی، خو تر اوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د ګڼو هیوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي او د افغانستان د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي هم بیلا بیلو هیوادونو ته رسمي سفرونه کوي.



