عمران خان پاکستاني ولس ته؛ چې ژوندی یم اجازه نه ورکوم چې امریکا مو غلامان کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې په دې وروستیو کې په امریکا ضد شخصیت بدل شوی، تېره ورځ یې د خپلو پلویانو یوې سترې غونډې ته د خبرو پر مهال پاکستاني ولس ته په خطاب کې ویلي که ژوند ورسره یاري وکړه اجازه نه ورکوي چې له قوم یې امریکا خپل غلامان جوړ کړي.
نوموړي یوځل بیا د واکمن مسلم لیک ن ګوند په حکومت، په ځانګړي ډول په لومړي وزیر شهباز شریف سختې نیوکې کړي او ښاغلي شریف ته یې پیغور ورکړی، چې د امریکا له ویرې روسیې سره اړیکې نه شي جوړولی حال دا چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې پاکستان ته سخت زیانونه اړولي دي.
ښاغلي خان د خپلو خبرو پر دوام له واکمن ګوند پوښتنه کړې ده چې هند سره له دی چې د امریکا متحد دی، له روسیې تیل پېري خو تاسو د دی کار جرئت نه شی کولی دا ځکه چې له امریکا ویره لرئ.
عمران خان دغه راز زیاته کړه چې له روسیې یې د تېلو د پېرلو لپاره هڅې پیل کړې وې او که په واک کې پاتې وای نو نرخونه به دومره نه و لوړ شوي.
باید وویل شي چې د پاکستاني پارلمان غړو دوه میاشتې وړاندې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له حکومت څخه د باور رایه بیرته واخیسته او له واکه یې ګوښه کړ؛ خو عمران خان یې د امریکا په اشاره کودتا بولي او هڅې یې پیل کړي ترڅو په راتلونکو ټولټاکنو کې یوځل بیا واک ته ورسیږي.



