امریکا ته د پوتین خبرداری؛ ښایي اوکراین کې نیول شوي امریکایان اعدام شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)

د روسیې ولسمشر پوتین امریکا ته خبرداری ورکړی، چې ښایيپه اوکراین کې نیول شوي امریکايي پوځیان ښایي اعدام کړل شي.

د روسیې ولسمشر “ویلادیمیر پوتین” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اوکراین پر وړاندې له خپل دريځ نه په شا کېږي.

نوموړي همدا راز د اوکراین په جګړه کې د نیول شوو امریکايي پوځیانو په اړه ویلي چې د ژوند ضمانت یې نه شي کولی او ددې قوي امکان شته چې محکمه یې پر اعدام محکوم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل سره سم د ځينو هېوادونو فعال او یا مخکیني پوځيان په خپله خوښه جګړې ته تللي دي چې ډېری یې وژل شوي هم دي.

باید وویل شي چې د اوکراین په ختیځ “لوهانسک” د روسي او اوکرایني پوځیانو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او روسي ځواکونه د “سیوردونیڅک” د مهم او ستراتیژیک” ښار بشپړ کنټرول ته نژدې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button