د اسلامي همکاريو سازمان د مرستيال او امیرخان متقي ليدنه؛ سازمان غواړي افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۱ل)
نن په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره په ستوري ماڼۍ کې ليدلي دي.
د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې ښاغلي طارق علي بخيت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پريکړه ليک د تطبيق په برخه کې شويو پرمختګونو، په دې لړ کې شويو مرستو، او کابل ته د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو د راغلي پلاوي د سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
دغه راز نوموړي زياته کړې، طارق بخيت په دې ناسته کې وويل چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې د ثبات پلوي دی او غواړي چې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کي مرسته وکړي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير د اسلامي همکاريو سازمان له مثبتې ښکېلتيا او د ياد سازمان د غړو هيوادونو د مرستو له کبله مننه کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان اسلا-مي اما-رت ټولو هيوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکاريو سازمان غړو هيوادونو، سره د مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.



