کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۱ سرطان، ۱۴۰۱ل)
افغانستان او پاکستان کې شديده زلزله شوې چې د امریکا د جیالوجیکل سروې د ادارې د اټکل له مخې شدت یې 6.1 درجې وو.
تر اوسه په يادو هېوادونو کې د زلزلې د زيانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو د پکتیکا ولایت په ځینو ولسوالیو کې زلزلې خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیکا د عامې روغتیا د ادارې د فارمیسي څانګې ولایتي چارواکی محمد رفیع راحل وايي، زلزلې د ګیانې ولسوالۍ په «وچکي» کلي کې ګڼ شمېر کورونه نړولي دي.
د راحل په وينا، دا چې زلزله د شپې په نیمایي کې راغلې نو د کورونو د نړېدو له کبله زیات خلک تر خاورو لاندې دي او د رایستلو کار یې روان دی.
راحل وایي د دوی روغتیایي مرکز هم زیانمن شوی او ټیمونه یې د خلکو د درملنې لپاره سیمې ته رسېدلي زياتوي:”زموږ ټراما سنټر ته له 75 تر 80 پورې زخمیان ورړل شوي او د مړیو شمېر تر 100 زیات دی خو کره شمېر لا معلوم نه دی، ځکه چې خلک لا تر خاورو لاندې دي او اټکل کېږي چې مړي به شاوخوا 200 تنه وي”.
تر اوسه حکومتي چارواکو د اوښتي زيان کره معلومات نه دي خپاره کړي خو وايي چې له خاور څخه د خلکو د را ايستلو مخې روانې دي.


















