کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست وايي، چې د دغې رياست ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په ۳۱۵ فامیلي سیمه کې د «خوارجو» پر یو مهم پټنځای ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.
د رياست د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو په پایله کې «دوه تنه خوارج» ووژل شول، درې تنه مهم بهرني غړي یې له دوه میله کلاشینکوف او یو قبضه تفنګچې سره یو ځای ژوندي ونیول شول.
د استخباراتو مسؤولينيو ويلي، چې له یاد مرکز څخه د خراسان غږ مجلې د تاجکي ژبې برخې نشریات تنظیمیدل او اړوند تبليغاتي، دعوتي او مطبوعاتي مواد ورڅخه ژباړل کيدل او خپريدل.
دغه راز د ياد رياست څخه په خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې د «خوارجو» یو فرهنگي فعال او نظامي غړی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د ابوخالد په مستعار نامه فعالیت لاره او غوښتل یې چې له واسکټ بم نه په استفادې، د اهل تشیع هېوادوالو پر یوه مسجد په کابل ښار کې برید ترسره کړي؛ د استخباراتو ریاست د ویښو کشفي ځواکونو له لوري ونیول شو.
راپور زياتوي، له نوموړي سره یو شمېر مستعار اکونټونه هم نیول شوي چې د خوارجو ډلې ته یې د جلب او جذب په موخه ترې کار اخیست.د یادونې وړ ده چې نوموړی په خپله هم د ټلګرام له لارې یادې ډلې ته ور جذب شوی و.


















