کابل ټکی کام (چهارشنبه ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د ا.ا ویاند افغانستان کې د بشر حقونو په اړه د یوناما راپور په غبرګون کې ویلي، چې ا.ا هېواد کې هیڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نه ورکوي.
يوناما په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ويلي و، چې په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان کې دوی ۲۱۰۶ ملکي تلفات (۷۰۰ وژل شوي، ۱۴۰۶ ټپیان) مستند کړي دي.
خو د افغانستان ا.ا وياند ښاغلی ذ.مجاهد وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقوقو په نامه د یوناما راپور حقیقت نه لري.
مجاهد په خپل رسمي ټويټرپاڼه لوکلي، چې په هېواد کې هیڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نشته.
نوموړی زياتوي، که څوک پخپل سري ډول وژنې او یا نیونې وکړي پخپله مجرم ګڼل کیږي او له شرعي قانون سره به مخ کیږي «په دې مورد د یوناما راپور حقیقت نلري، بلکې پروپاګند دی».
تردې مخکې هم يوناما د طا-لبا-نو او د ا.ا.ا اړوند ځينې بې بنياده او غير تحقيقي راپورونه خپاره کړي چې وخت ناوخت د ا.ا.ا د وياندويانو له لوري رد شوي دي.


















