ټي ټي پي سره د سولې خبرې؛ د پاکستاني علماوو یو پلاوی نن کابل ته راځي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

د جیو نیوز تلویزیوني شبکې د خبر له مخې د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د وسله والې ډلې ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ په هدف د یو شمېر پېژندل شویو پاکستاني علماوو یو پلاوی نن کابل ته راځي.

 په دغه پلاوي کې د نړۍ او پاکستان په کچه پيژندل شوی دیني عالم مفتي محمد تقي عثماني، د اشاعت التوحید والسنة مذهبي ډلې مشر مولانا محمد طیب طاهري، حنیف جالندري، د حقانیه مدرسې مشر مولانا انورالحق، او مفتي غلام الرحمن شامل دي.

دسرچينو په خبره دغه هيئت به داسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت له چارواکو او د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره ليدنې کوي

باید وویل شي چې تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې هم څو ځله د اسلامي امارت په منځګړیتوب افغانستان کې د پاکستاني حکومت او ټي ټي پي وسله والې ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات ترسره شوي و.

مربوطه مطالب

Back to top button