کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې د اړتیا وړ ځایونو کې ښځینه پولیسې پر دندو ګوماري.
دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند چنار ټکور وروسته له هغې وکړې چې ځينو رسنيو د ښځينه پوليسو د تقاعد راپورونه خپاره شول، خو تازه ښاغلي ټکور په يوه ويډيو پيغام کې د يادې موضوع اړوند راپورونه رد کړي دي.
نوموړی وايي، د ښځينه پوليسو د تقاعد ټول راپورونه بې اساسه دي په وينا يې دوی هڅه کوي د پولیسو له اکاډمۍ فارغې شوې پولیسې پر دندو وګوماري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي دوی «د اړتیا وړ ځایونو کې ښځینه پولیسې پر دندو ګوماري» او په خبره یې د ښځینه پولیسو دندو ته اړتیا ده او هغه راپورونه ردوي چې ګواکي ښځينه پولیسې د کورنیو چارو وزارت له لیکو ایستل کېږي.


















