امین وردګ
دا طبعي خبره ده چې هر حکومت هم پلویان لري، هم مخالفان ؛ د ګراف سطحه یې د حکومت او ملت تر منځ پر مشترکاتو، توافقاتو او اختلافاتو پورې تړلې؛ معنا دا چې: که چېرې د ملت زیاتره برخه له حکومت سره موافقت ولري نو چلینجونه او تحدیدونه به یې د هغه حکومت په تناسب کم وي چې په زیاترو مواردو کې رعیت ورسره مخالف وي او لږ خلک یې پلوي کوي.
مخالفان هم په دوه ډوله دي؛ یو تورزن دي او بل ژبور؛ یعنې تورې او قلم والا! دا دواړه د سیاست په ډګر کې داسې مثال لري لکه د رخت یا ټوکر دوه مخونه؛ مانا دا چې؛ سره لازم او ملزوم وي.
که توره بې قلمه وچلیږي هم ثمره نه لري او که قلم بې تورې وچلیږي هم؛ دواړه یې په مخالف لوري کې ژور ټپونه جوړولای شي او اثرات یې پاتې کیږي، مګر یوازې په دې توپير؛ چې توره له بیرون څخه دننې خواته حرکت کوي، مګر قلم بیا لومړی له دننې خوا څخه کار پیلوي.
یانې: د تورې ګذار لومړی پر پوست لګیږي ځکه خو کله کله ځای ته و رسیږي چې بیا پر زړه او مغز اثر کوي، مګر خبره نېغه مغزو او زړونو ته لاره پیدا کوي.
نو پاسني بحث ته په کتو سره باید ټول پر دې اعتراف وکړو چې؛ تورزن اقشار (هغوی چې جګړې کوي) نسبت ژبورو (هغوی چې ترغیب او تردید کوي یا طرحې او پلانونه جوړوي) د دښمن لپاره کم خطر لري.
جګړه لېونیان هم کولای شي او تر دا نورو یې ښه کوي ځکه چې جګړه فقط جذبات او احساسات غواړي مګر ترغیب او تردید؛ طرحه او پلان؛ مدیریت او حکومت بیا د جذباتو کار نه بلکې د عقلانیت او علمیت کار دی.
نو پاسني بحث ته په کتو سره باید یو ځل بیا اعتراف وکړو چې؛ د امراوو څنګ ته غوړه مالان تر بیرونیو دښمانانو زیات خطرناک دي.
غوړه مال یا چاپلوس هغه چاته ویل کیږي؛ چې د امیر هره خبره، هر عمل او هر عکس العمل سم بولي، که څه هم چې هغه به ناسم به وي او دی به پوهیږي چې پر دغه ناوړه کار سره امیر کندو او ګړنګونو ته لویږي، خو دا ذلیل کس به فقط د خپل موقف او ګټې د ساتنې لپاره پر حق سترګې پټوي او په هر کار کې به خپل مشر ته زنده باد نارې وهي چې دغه ناوړه کارونه زیاتره وخت غوړه مال لیکوالان هم کوي.
ځکه خو زه وایم چې: ګوتې یې ماتې او مغزونه یې خاورې شه چې علیا ګټې او اهداف له سفلاوو څخه نثاروي.
د تاریخ په قافلو کې امراوو تل له همدغه پلیت قشر (غوړه مالو لیکوالاو) څخه سیاسي ضربې خوړلې او خپل موقفونه یې له لاسه ورکړي دي.
دغه اقشار دقیقاً داسې مثال لري لکه: یو کلینر چې کله موټر وان ته راځه …راځه… وایي او هغه مهال د ب….س ناره پرې وکړي چې د موټر ټیر ژور ځای ته ورکوز شي؛ نو تاسو ووایاست! آیا د کلینر دغه ب….س ویل دا مهال کومه ګټه لري؟
زه دا ځینې پېژنم چې د خپل موقف د ساتلو لپاره به د کوم امیر په هکله مبالغه څه چې له وچو کلکو دروغو کار اخلي او د هغه له نوم سره به یو لس واره مبارک مبارک یادوي.
زه نه وایم چې د خپلو امراوو او مشرانو صفت او احترام مه کوئ! ویې کړئ خو افراط مه کوئ، بلکې صفت او احترام یې کماحقه وکړئ او د الله لپاره یې وکړئ نه د خپل موقف لپاره.
فکر کوم چې زه به تر بل هر چا زیات د خپل امیر صفت کوم، خو تر هغه چې علتونه یې نه وي راته معلوم او کله چې پوه شم چې ګواکي امیر مې د امارت وړ نه دی، نو بیا یې په هکله خپل موقف تغیروم او نور یې صفت نه کوم، که څه هم چې موقف او مقام ته به مې زیان هم رسوولای شي.
غوړچاڼ او نڅوړ یا نتیجه او خلاصه د پاسني بحث دا شوه چې: امراء باید له شاوخوا ورټولو کسانو سره ډېر پام وکړي او پر هغه چا دې ډېر باور نه کوي چې د ده مرداري هم خوشبویه بولي او له هغه ملګري څخه دې هم زړه نه بدوي چې عیبونه یې ور په ګوته کوي.
هغه چې وایي: ((دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي)) هغه همدغه دوستان او دښمنان دي چې یو ډول یې په شاتو کې زهر درکوي او بل یې د زهرو په ډبي کې درمل.
که څه هم چې هر مشر او امیر له خپلو ملګرو څخه د ((هو صیب)) غږ ته غوږونه څک نیولي وي او فقط همدا ترې غواړي چې د ده هر عمل او عکس العمل وستایي، که څه هم چې وچ کلک به ناروا وي.
زیاتره مشران له خپلو ماتحتو همدا توقع لري چې فقط صفتونه یې دې کوي او انتقاد خو دې بلکل نه پرې کوي او ((مه!)) دې هم نه ورته وایي، خو دوی (مشران) باید پوه شي چې ناپوه دي!


















