د اوبو او انرژۍ وزارت: د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز پروژې کار بشپړ او دوو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې د کجکي برېښنا بند د پروژې د دوهم فاز پروژې کار بشپړ او دا پروژه به تر دوو نورو ورځو پورې پرانیستل شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د اوبو او برېښنا د سرپرست وزير عبدالطيف منصور پر رسمي ټويټر اکاونټ ليکل شوي، چې د یادې پروژې کار بشپړ شوی او پرانیستلو او ګټې اخیستنې ته چمتو دی، د یاد بند قرارداد په  ۱۳۹۷ لمریزکال د چنګاښ په ۲۳ نیټه د اوبو او  انرژي وزارت او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت ترمنځ شوی وو.

راپور زياتوي، ‏د دې پروژې په پلي کېدو او د برېښنا د تولید د نویو توربینونو په نصبولو سره د کجکي بند د برېښنا د تولید وړتیا ۱۰۰ میګاواټه زیاته شوې او د یاد بند د تولید ټولیز ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته رسېدلی، چې کولای شي د هلمند او کندهار ولایتونو ټولې سیمې د برېښنا تر پوښښ لاندې راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button