افغان حکومت په کابل کې د هندي ديپلوماتانو د زياتولو هرکلی او د امنيت ډاډ ورکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
افغان حکومت په کابل کې د هندي دیپلوماتانو د ډېرولو هرکلی کړی او د امنیت او ډیپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، کې هند به د دیپلوماتیک ماموریت په ډېرولو خپلې نیمګړې پروژې بشپړې او پر نورو مهمو پروژو به کار پیل کړي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر ویلي چې له سفیر پرته د هندي دیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده.
شنکر د هند په بنګلورو ښار کې خبریالانو ته وویل: ”موږ پتېيلې چې دیپلوماتان به بېرته سفارت ته لېږو، خو سفیر به نه ځي. موږ به ځان ډاډمنوو چې دوی به بشري او طبي مرستو، واکسین او پرمختیايي پروژو په چارو کې همکاري وکړي. ”
په عين حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، چې د ا.ا.ا د هند دغه ګام ستايي چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټيکې استازولۍ کچه لوړه کړي، موږ به د امنیت تر څنګ د ډیپلوماتانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه او په چارو کې ښه همکاري ولرو.
د بلخي په وينا:«افغان حکومت ھیله لري چې د ډيپلوماټیکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او د ډيپلوماټانو له رالېږلو سرہ به د ھند او افغانستان اړیکې لا وغوړېږي؛ د ھند نابشپړي پروژې به بشپړي او پر نورو حیاتي پروژو به کار پیل شي.»
د يادونې ده، چې د هند د بهرنيو چارو وزارت په تېره جون مياشت کې يو تخنيکي پلاوی کابل ته را استولی و چې بشري مرستې همغږې کړي او دغه راز د هند ډيپلوماټيک حضور ته لاره هواره کړي.



