کورنيو چارو وزارت د ا.ا.ا لومړنۍ وژل شوې ښځينه پوليسې ته اعزازي رتبه ورکړه

کورنيو چارو وزارت د ا.ا.ا لومړنۍ وژل شوې ښځينه پوليسې ته اعزازي رتبه ورکړه
کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
د کورنیو چارو سر پرست وزیر ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني لخوا شهیدې رؤفې ته اعزازي رتبه ورکړل شوه.
شهیده مېرمن رؤفه څو ورځې وړاندې د دریمې حوزې کارتې سخي سیمه کې د عملیاتو پر مهال وژل شوې وه.
د کورنيو چارو وزارت په اعزازي ليک کې راغلي، (چې ساتنمنه شهیده رؤفه د سلطان محمد لور چې د خوارجو مقابل جګړه کې شهيده شوه، فتحې نه وروسته د ا.ا. لومړنۍ شهیده ګڼل کېږي، چې د اسلام او خپلو خلکو نه دفاع په لاره کې يې ځان قربان کړ، په دې توګه له شهادت نه وروسته د افسرۍ په لومړۍ رتبه «دوهم څارن» اعزازي رتبه او کورنۍ ته يې د معاش د اجراء دوام منظوروم)
بايد وويل شي، چې يادې پوليسې ميرمنې د کابل ښار پنځمه حوزه کې د سرتېرې په صفت دنده ترسره کوله.


