چین: افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت لامل امریکا ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۱ل)
چین یوځل بیا افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل امریکا بللې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې د امریکا لخوا د افغانستان بانک د اوه ميليارد ډالرو شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې رول لري.
د دې وزارت وياند “وانګ وين بين” يوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې امريکا د افغانستان بانک دا شتمني له توجيه پرته وېشلې ده.
دا په داسې حال کې ده نږدې يو کال مخکې چې اسلامي امارت د چارو واګې په لاسو کې واخیستې، امريکا د افغانستان څه باندې اوه ميليارد ډالره شتمني کنګل کړه.
د امريکا ولسمشر جو بايډن تېر کال په يوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نيمايي دې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د يوولسمې پېښې د قربانيانو د کورنيو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي.
باید وویل شي چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا اقتصاد پوهانو په يو ليک کې د امريکا له ولسمشر او د خزانې له وزير څخه وغوښتل چې دا شتمني دې افغانستان ته وسپاري.



