نړیوالې رسنۍ: امریکا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور حساب نه شي ورکولی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۱ل)

په افغانستان کې ماتې او د بهرنیو ځواکونو وتلو پراخ عوامل لرل.

واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت او د سقوط یو کلنۍ ته اشاره کړې ده.

دغه ورځپاڼه وایي، چې په افغانستان کې پراخ فساد، د پخوانی ولسمشر غني د حکومت کمکارۍ او خوړینتوب، انارشي او خپلسري او تر څنګ یې له نړیوالو سره کمزوری تعامل د پخوانپ حکومت د سقوط اصلي لاملونه وو.

ورځپاڼه زیاتوي ، چې یوازې دا نه بلکې لسګونه نور داسې مسایل شته، چې عاملین یې نړیواله ټولنه او پخوانی افغان حکومت دی.

ورځپاڼه وایي، چې په ټوله کې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماموریت په اړه د حساب ورکولو توان نه لري، ځکه په دغه هېواد کې یې شاوخوا ۸۳۷ میلیارده ډالر پرجګړه لګولي، ۳۵۸۷ بهرني عسکر وژل شوي او د وژل شویو افغان عسکرو شمېره هم ۶۶ زره کسانو ته رسېږي.

دغه رسنۍ داسې مهال افغانستان کې د امریکا ماموریت ته کتنه کوي ،چې لا هم امریکایي حکومت افغانستان کې د خپل حضور او غیر قانونی اقداماتو په اړه نړیوالې ټولنې او خپل ملت ته وضاحت نه دی ورکړی.