افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن بيا ۴۰ ميلونه ډالر راورسېدل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک وایي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن يوځل بيا ځل څلوېښت میلیون ډالر کابل ته را ورسېدل.

له افغانستان بانک څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو دا کڅوړه یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

خبرپاڼه وایي، چې د افغانستان بانک هیواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه د هرکلي ترڅنګ د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کوي او له یادي ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لاري ترسره کړي.

د افغانستان بانک وایي، چې تل یې هڅه کړې د هیوادوالو لپاره غوره بانکي چوپړتیاوي برابرې کړي او له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د اصولو او مقرراتو په رڼا کې غوره اړیکي ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button