عراقچي: ایران د هر ډول احتمالي جګړې پر وړاندې چمتو دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د امریکا او اسراییلو وروستیو ګواښونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ایران د هر ډول احتمالي جګړې پر وړاندې چمتو دی.
عراقچي پر ټولنیزې رسنۍ “ایکس” لیکلي، چې د ایران د ماتولو پخوانیو هڅو دغه هېواد لا پیاوړی کړی دی. نوموړي امریکا ته په خطاب کې ویلي، که یو ځل بیا غواړي د ایران د وړتیاوو ازمېښت وکړي، نو باید د پایلو منلو ته چمتو وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو تورن کړی، چې د خپل شخصي سیاسي وضعیت او له زندان څخه د ځان ژغورلو لپاره هڅه کوي امریکا یوې بلې جګړې ته وهڅوي، پرته له دې چې د داسې جګړې پایلې په پام کې ونیسي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اسراییلو پارلماني ټاکنې د اکتوبر پر ۲۷مه ترسره کېږی او پایلې یې د نتانیاهو د حکومت پر راتلونکي سیاسي وضعیت اغېز لرلای شي.



