لاوروف: له ایران سره د پانګونې او اټومي همکاریو هوکړو ته ژمن یو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو له ایران سره د پانګونې او اټومي همکاریو په برخه کې خپلو هوکړو ته ژمن دی او د دغو تړونونو د بیاکتنې اراده نه لري.
لاوروف ویلي، د روسیې او ایران ترمنځ سوداګري په تېر کال کې ۲۱ سلنه زیاته شوې او د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې هم تر ۱۰ سلنې ډېره وده کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د بوشهر اټومي بټۍ د تخنیکي کارکوونکو د بېرته ځای پر ځای کولو بهیر روان دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز د نفت او ګازو، د ازادې سوداګرۍ او کلتوري همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې مسکو له تهران سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته دوام ورکوي.



