حماس: نیم میلیون فلسطینیان د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځتګ “حماس” د رسنیو دفتر له عربي او اسلامي هېوادونو غوښتي چې د محاصرې ماتولو او غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره بېړنۍ مداخله وکړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه دفتر خبرداری ورکړی چې د مرستو بندېدل به په غزه کې بشري ناورین لا پسې پراخ کړي او د سیمې خلک به له سختې لوږې سره مخ کړي.
د حماس د رسنیز دفتر د فلسطینیانو د لوږې پړه پر اسرائیلو اچولې او د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره یې د بېړني تمویل غوښتنه کړې ده.
دغه دفتر له عربي او اسلامي هېوادونو او نړیوالو بشري بنسټونو غوښتي چې د دوی دا وروستی بېړنی غږ واوري او د غزې خلک په دې سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي.



