سپاه پاسداران: دښمن په خپلو موخو کې ناکام او ایران پیاوړی شوی دی

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک ویاند “حسین محبي” وايي، دښمن په پیل کې فکر کاوه چې ایران به په څو ورځو کې تسلیمېدو ته اړ کړي، خو د جګړې پایلې د هغوی له محاسبو سره په ټکر کې وې.
د نوموړي په وینا، د ایران ملت د مقاومت، پیاوړې ارادې او له خپلو وسلهوالو ځواکونو څخه د ملاتړ له لارې د دښمن د موخو په ناکامولو کې مهم رول لوبولی دی.
محبي ویلي، د جګړې له ۲۵ ورځو وروسته دښمن د منځګړو د موندلو هڅې پیل کړې، څو د تفاهملیک له لارې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د هغه په خبره، دغه بهیر تر ۳۹مې ورځې پورې روان و او په پای کې دښمن د بېوسۍ له امله تفاهملیک لاسلیک کړ.
د سپاه پاسداران ویاند ټینګار کړی چې ایران له وړاندې د دښمن پر ژمنو بېباوره و او خپلو ځواکونو ته یې د چمتووالی امر ورکړی و. هغه زیاته کړې، تهران خبرداری ورکړی و چې د هرې سرغړونې په صورت کې به غبرګون وښيي.
محبي ادعا کړې چې دښمن د عمان پر وړاندې د فشار له لارې د بېړیو د تګ راتګ مسیر د جنوب پر لور د بدلولو هڅه کړې او په دې توګه یې د تفاهملیک پنځمه ماده نقض کړې ده. د هغه په وینا، ایران هم د مخکېني خبرداري له مخې غبرګون ښودلی دی.
نوموړي همداراز ویلي، دښمن په ۱۲ ورځنۍ او ۴۰ ورځنۍ جګړو کې هم خپلو موخو ته نه دی رسېدلی او اوس یې ځواک کمزوری شوی، په داسې حال کې چې د ایران ځواک پیاوړی شوی دی.
د سپاه پاسداران ویاند په پای کې د دښمن وروستي ګواښونه بېاغېزې بللي او ویلي یې دي، هغه لوری چې د خپل ځواک په اوج کې خپلو موخو ته ونه رسېد، اوس به په کمزوري حالت کې هم بریالی نه شي.



