پر یمن د بریدونو دوام؛ یحیی سریع: د سعودي په شپږو پوځي اهدافو د بریدونو ادعا کړې

(سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)کابل ټکی کام
د یمن وسلهوالو ځواکونو ادعا کړې، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د بالستیک او کروز توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله د سعودي عربستان پر بېلابېلو پوځي او اقتصادي اهدافو شپږ عملیات ترسره کړي دي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمینه “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي،چې سعودي عربستان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر صنعا او د یمن پر نورو سیمو څه باندې ۲۰۰ هوايي او توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.
د سریع په خبره د سعودي عربستان د بریدونو له پیل راهیسې د یمن پر ضد د هوايي او توغندیزو بریدونو شمېر له ۲۷۰۰ څخه اوښتی دی.
نوموړی زیاتوي، چې د یمن لومړني عملیات د سعودي عربستان په ینبع ښار کې د ارامکو شرکت پر تاسیساتو ترسره شوي، چې په دوو پړاوونو کې یې د هدفونو د دقیقې وېشتنې ادعا کړې او په یادو سیمو کې د اورلګېدنې راپور ورکړل شوی دی.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو په وینا، دویم عملیات د شیبه نفتلرونکې سیمې پر ضد ترسره شوي او درېیم عملیات د ریاض پر ملک خالد هوايي ډګر متمرکز وو.
په اعلامیه کې راغلي، چې څلورم عملیات د ابها نړیوال هوايي ډګر، د الحصن او الرحمه غرونو پر سر د سعودي رادارونو او د خمیس مشیط هوايي اډې پر ضد ترسره شوي دي. د یمن ځواکونو ادعا کړې، چې دغو بریدونو د هوايي ډګر پر تګ راتګ اغېز کړی او هوايي اډې ته یې زیان اړولی دی.
د اعلامیې له مخې، پنځم عملیات د سعودي سمندري ځواکونو پر یوې پوځي اډې ترسره شوي، چې د یمني ځواکونو د ادعا له مخې سعودي ځواکونو ته پکې درنه مرګژوبله اوښتې ده. شپږم عملیات بیا د سعودي عربستان په بئر عسکر سیمه کې د یوه رادار پر ضد ترسره شوي، چې د ویجاړېدو ادعا یې شوې ده.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ویلي، چې د سعودي عربستان پر ضد به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او د بریدونو د پراخولو ګواښ یې هم کړی دی.
د اعلامیې په پای کې ټینګار شوی، چې د یمن عملیات به تر هغه دوام وکړي، څو پر دغه هېواد بریدونه ودرول شي او محاصره پای ته ورسېږي.



