خلیفه حفتر: د لیبیا د وېش له لارې د نوي دولت په جوړولو غور کوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۵ل)
د لیبیا د ملي پوځ عمومي قوماندان “جنرال خلیفه حفتر” ویلي، چې د یوه نوي دولت د جوړولو طرحه په جدي توګه څېړي.
د سرچینې په وینا، د دغه احتمالي دولت جغرافیایي محدوده به له لوېدیځ لوري د سرت ښار څخه د مصر تر پولو او له مدیترانې سمندر څخه د سوېل په لور د چاد او سوډان تر پولو پورې وغځېږي.
سرچینه زیاتوي، چې حفتر غواړي د دغه نوي دولت ولسمشر شي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د لیبیا وېشل یوازینۍ لاره ګڼي.
د سرچینې د ادعا له مخې، خلیفه حفتر له یو شمېر لویو هېوادونو سره د پراخو اړیکو او تماسونو لړۍ هم پیل کړې، څو د هغو اداري سیمو د پولو په رسمیت پېژندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کړي چې د نوموړي تر واک لاندې دي.
سرچینې همداراز ادعا کړې، چې په دغه پروژه کې دوو مهمو هېوادونو، یوه عربي او بل بهرني هېواد له خلیفه حفتر څخه ملاتړ اعلان کړی دی.



