مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۵۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ میزان ۱۴۰۵):
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ټولټال ۱۵۹ کورنۍ، چې ۶۶۴ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. دغه راز د ورېښمو پل له لارې ۱ زره او ۶۵ تنه نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د یاد کمېسیون د ورځني راپور له مخې، له ۴۹ کورنیو سره ټولټال ۳۴۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې، ۲۳ کورنۍ چې ۹۹ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۵۹ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
دغه راز راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمات وړاندې شوي او د راپور له مخې، په تورخم او اسلام کلا کې ۱ زره او ۲۶۲ ناروغان هم تداوي شوي دي.



