خلیلزاد: امریکا باید په منځنۍ اسیا کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره اوږدمهاله ستراتیژي ولري

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” په منځنۍ اسیا کې د روسیې او چین د نفوذ د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له واشنګټن څخه یې د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ د جوړولو غوښتنه کړې ده.
خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ازبکستان د سفر هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید په منځنۍ اسیا کې د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره منظم او اوږدمهاله پلان ولري.
نوموړي ادعا کړې چې روسیه غواړي په سیمه کې د خپلې پخوانی امپراتوري نفوذ بېرته پراخ کړي، په داسې حال کې چې چین هم په منځنۍ اسیا کې د برلاسۍ ترلاسه کولو هڅې کوي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د روسیې او چین د نفوذ د پراخېدو په وړاندې د امریکا دریځ باید د یوې روښانه او اوږدمهالې ستراتیژۍ پر بنسټ ولاړ وي.



