جبريل سعد
د هر ملت او نژاد، مذهب او لږكي، ټولنې او كورنۍ لپاره وحدت او خپلمنځي يو والی د اړوندې هرې بلا خولې ته سد(دېوال)ذي القرنين دی، له همدې امله هر وخت او د هرچا لومړی وار او پام پر همدې دېوال وي، خپل همدغه دېوال تر هرڅه ځواكمن او خوندي ساتل كېږي او د نورو هدفونو په نښه كولو پر مهال بيا هم ډېره پاملرنه همدې دوه لوريزو دېولونو ته وي، اوس چې مسلمانان او اسلامي نړۍ پر۹۹نومونو سره پاشلي ليدل كېږي او كه دغه نړيواله احصائيه پېژندل ستونزمن وي، همدلته په كوردننه مو د پخواني جهاد په ليكو كې ډلې را منځته كېدل، د يو كور او كاله غړي ځينې د روس-ځينې د امريكا-ځينې د سيمې او گاونډ-ځينې د لرې له ملاتړه برخمن او بیا هر يو پر ټوپك او پاټك سالارو زور واكو وېشل كېدل او په تېره بيا د نړيوال صليبي اشغال پيل چې د اشغال خېلو د ډالرو پر بوجيو او صندوقونو وكړ، ترڅو پرې له دغه دېواله پر ډاډه زړه را واوړې؛ په خپلو سترگو مو ليدلي چې لا تر اوسه يې د وحدت او يو والي هيڅ تدبير نه كېد.
په دغه فضاء او د چاپېريال ككړتيا كې د اسلامي امارت له لومړي سره را ښكاره كېدل لا يوه معجزانه پېښه وه او بيا يې تر اوسه د خپل جنس نورې گڼې معجزې په ځان كې لرلې، لكه د ټولو تر خپل منځ مخالفو او ائتلافي كورنيو ډلو پر وړاندې(چې كلك بهرني ملاتړونه يې هم لرل)پر يواځي سر درېدل او د هغوی او هم ولس له منځه د جلب او جذب له كومې برنامې پرته په داو طلبانه ډول د رښتونو او سپېڅلو مجاهدينو ور جلب كېدل، په ډېر كم وخت او قربانيو د هېواد پر٪۹۵يې ولكه او پرې له پېړۍ وروسته رښتونې افغاني(خپلواكه)اسلامي حكومتولي، له لومړي سره آن خپل د ډار كومې ته لوېدلي او د سر سلامتۍ فكر ډوب كړي ولس له ملاتړه او تقريباً له امكاناتو هم پرته يې د گوتو په شمېر افرادو د يو لوريزې پر ټيكناوجۍ خرمستې نړۍ پر وړاندې درېدل، ورسره د جگړې-تبليغاتو-سياست-پاليسيو پر ډگرونو له شمېره وتلې هېښونكې سوبې او د پايلې په توگه يې د يادو ډلو-بربنډو بهرنيو ملاتړونو-د سرتاسرې نړۍ ماتې او بېرته د تېر پر څو برابره غوره كم او كيف يې هماغه اسلامي حكومت ته ورگرځېدل، د واقع په تله كې يې كورنيو-سيمه ييزو-نړيوالو مخالفينو منل او په خورا كمه موده كې اسلامي امارت د نړيوالې كچې يواځينی اسلامي او له گڼو زاويو او د معاصرو غوره پاليسيو له مخې ځانگړی نظام په تاريخ كې ثبتول او داسي نورې…
خو په تر ټولو سختو شرائطو كې پر وحدت د ځپونكو بريدونو لاندې د اسلامي امارت پر ابتكار(څومره چې يې لمن پراخه او په لومړيو كې ترهېدلی ولس يې اوس كرار ترڅنگ را ښكارېده او څومره چې يې د وحدت ماتولو حربې او زور زياتېدل)د هغه لاپسې غښتلي او پرمختللي كول يې ډېره زياته حيرانونكې معجزه وه چې د عقل-تمې-شرائطو د غوښتنې سرچپه راڅرگنده شوه او تر اوسه وچلېده، نورې ټولې لاسته راوړنې يې تسخيرولې او پر وړاندې ډېرې لويې او هر رنگ حربې هم پښو ته پرېوتې. له فتحې او واك ته رسېدو سره چې د اسلامي امارت ترڅنگ ټول هېواد راښكاره او لمن يې د نړۍ په گوټ كوټ كې افغانانو پورې پراخه شوه؛ تر تېر پر لوړه كچه او نوې تر ټولو حساسه بڼه بيا هم همدا د وحدت ساتلو ننگونه وه چې د اسلامي امارت د ټول تاريخ هرڅه يې له گواښ سره مخ كولای، د ناانډوله او بې مخينې گډوډيود او بدمرغيو اندېښنې يې را پارولې او له ټولې ناهيلۍ سره هيڅ څرك هم نه لگېد چې څلورو لسيزو راسي يو بل ته مورچه، گوته پر ماشه او اوس د وسلې له گرم ميل سره له هرې اسرې او د تېښتې لوري پرته د افغانيت په څلور دېوالۍ كې را ايسار يو له بله مرور او غچ ته تږي افغانان به څرنگه له خپلمنځي غچ اخيستنې تېر او د ورورۍ او وحدت لاس سره ور كړي؟ په ځانگړې د اسلامي امارت مجاهدين چې بلا قربانيو وروسته اوس تازه دمه د پخوانيو كمونستانو او را وروسته ديموكراتانو سرته ولاړ او په قدرت كې و؛ د يو داسي تدبير، تكتيك او تخنيك اړتيا وه چې دلته(هر ډول او د هرڅومره اوږدې او لنډې مودې مرورو ترمنځ)هم د اسلامي امارت د خپلمنځي وحدت په څېر د عقل، تمې او شرائطو د غوښتنې سرچپه د وحدت او ورورۍ فضاء رامنځته شي، همغه و چې د اسلامي امارت مشرتابه د عامې عفوې فرمان صادر كړ، دواړو مرستيا لانو يې ياد فرمان تشريح كړ او بيا ټولو مجاهدينو سمعاًوطاعةً عملي هم كړ چې ټولې مطلوبې او ډېرې نورې لاسته راوړنې يې هم لرلې او ورسره دلته د وحدت له ولولې او انگېزې سره نوی ژوند پيل شو، ډېر او پر مختلفو پلمو مرور وتلي افغانان هم بېرته هېواد ته راستانه شول او بيا كه څه هم د پرديو او پرديپالو لخوا يې د بيا ماتولو هڅې وشوې چې وروستۍ هغه يې پر كاج انسټيټيوټ بريد ته غبرگون و؛ خو چې وحدت د جهاد او وينو پر بركتونو، د متحدو هېوادوالو پر هوښ او د چارواكو او مجاهدينو پر تدبير او ژمنتيا ولاړ دی؛ ان شاءالله بيا به نه ماتېږي او دا د اسلامي امارت د وحدت معجزې يوه برخه ده.
د اسلامي امارت له خپلمنځي او بيا د افغانانو له بې ساري كورني وحدت وروسته اوس چې له اسلامي نړۍ سره د گران هېواد او اسلامي امارت مذهبي اړيكو د بډاينې، اقتصادي راكړې وركړې پراختيا، فكري او كلتوري همغږۍ او…ته د ورگرځېدو او په ټوله كې د مسلمان امت تر منځ د سرتاسري وحدت وخت دی؛ له ښې مرغې تر ورته سرليك لاندې په تركيه كې د اسلامي نړۍ ديني عالمانو د يو والي اوومې سرمشريزې وروستۍ دوه ورځنۍ غونډې يو ښه فرصت هم رامنځته شو چې پكې د اسلامي ټولنې د رښتوني پرمختگ او ژغورنې دلته ازمايل شوې فارموله د شل كلن جهادي سنگر مايك پر نړيوال سټېج ټولې اسلامي نړۍ ته هم وښوده، د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد دغې غونډې ته د گران هېواد افغانستان پر استازولۍ وربلل شوی چې دغه لومړنۍ استازولي يې خورا اغېزمنه، نووښتيزه او له لاسته راوړنو ډكه وه، د(مسلمان امت/اسلامي نړۍ بايد يو موټی او موږ بايد د نړۍ د هر مسلمان پر درد دردمن شو، امت ته د يو موټي كېدو فكر وركول د عالمانو دنده ده، عالمان مسئوليت لري د اسلامي امت د اتحاد لپاره نه ستړې كېدونكې هلې ځلې وكړي)پر ټكو يې ټول امت ته د وحدت پيغام ور كړ، د امت عالمان يې د هغه ترمنځ د وحدت فكر پنځولو دندې ته متوجې او په خپلې تجربې او مشاهدې(افغانانو د خپلو عالمانو په مشرۍ په تېره يوه پېړۍ كې درې لويې امپراتورۍ ماتې كړې، درې ځله يې انگرېزي ښكېلاك هم مات كړ، كه دغه عالمان نه وای؛ هېواد به مو د نورو په لاس كې و)سره يې ټينگار هم پر وكړ، د وينا په يوه برخه كې د(د اروپايي اتحاديې په نوم گڼ هېوادونه په يوه ټغر راټولېږي او د امريكا گڼ ايالتونه تر يوه چتر لاندې اوسېدای شي؛ موږ ولي نشو كولای !!)چېلنج پر اغېزمنو تاريخي ټكو يې امت او د هغه عالمان هېښ، خپلې كمزورۍ ته يې متوجې او د وحدت روحيه او احساس يې ور تلقين كړل او په بله برخه كې يې د(كه امريكا اسلامي امارت پر يو نوي سوچه اسلامي نظام پر رسميت وپېژاند، نو اسلام به يې پر رسميت پېژندلی وي)له مانا ډكو ټكو له اسلامي نړۍ سره پر اسلامي، مذهبي او كلتوري رشته له خپل لوري د بشپړ وحدت او يو موټي والي ډاډ وركړ او په ټوله كې يې اسلامي امارت د مسلمانې ټولنې د وحدت نړيوالې الگو او سمبول په توگه وځلاو.
د تېر جهادي سنگر او اوس د نړيوال اسلامي وحدت د خپ شوي غږ دغه مايك يو وخت د جهاد پر رسنيز ډگر د اشغالگرو لاس ته ولوېد او څو كاله ورسره همالته زندان كې پروت و، خو هغوی يې پر تخنيك پوه نشول او دوی ته د يوې ناچله پرزې !! په سترگه كتو سره يې را وايست، نن دا دی وينو هماغه پرزه يې بياهم پر وړاندې د ذي القرنين مستحكم دېوال(مسلمه امت د وحدت)د نوې او معاصرې معمارۍ نقشه كاږي او دايې د اسلامي امارت د جهاد بله ستره معجزه.
















