د سرپل-جوزجان سړک د ترميم او بیارغونې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۱ل)

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې نن يې د سرپل-جوزجان ترمنځ د سړک د ترمیم او بیارغونې کارونه پيل کړل.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه سړک به ۱.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې د همدې وزارت له بودجې څخه به ورکړل شي.

وزارت زیاتوي، چې د دې سړک د بیارغونې تر څنګ به د سړک په اوږدو کې ۷ پايه پُلګوټي هم ورغول شي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته به مستقیم او غیر مستقیم ډول د ‏کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button