کابل ټکی کام (شنبه، ۷ لړم، ۱۴۰۱ل)
د کابل کابل پوليس وايي، چې د کابل ښار د امنيت د لا ټينګښت او جينايي پيښو د ختمولو په موخه يې د ښار په دروازو ، څلور لارو او مختلفو ساحو کې 1923 امنيتي کامرې نصب او فعالې کړې.
پوليس وايي، د پنځلسمې حوزې په ځانګړي ډول د منطقوي کنټرول مجاهدينو د حوزې تر پوښښ لاندې ساحه کې د امنيتي کمرو لګولو کمپاين پيل کړى وو .
د پنځلسمې حوزې مسولين وايي، چې پوليسو په ډېره کمه موده کې وکولاى شول چې د کابل ښار د امنيت دلا ټينګښت او جينايي پيښو د ختمولو لپاره 1923 امنيتي کامرې نصب او فعالې کړي؛ تر څو د کابل ښار د نړيوالو سټنډردونو سره سم يو معياري امنيتي سيستم لري .
د کابل امنيتي مسوولين وايي، چې د امنيتي کامرو لګولو دا لړۍ به همداسې روانه وي.


















