کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۱ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر “ابراهیم رییسي” وایي امریکا غوښتل په ایران کې هغه ډول بې ثباتي جوړه کړي لکه په ۲۰۱۱ کال کې چې د عربو د پاڅون له کبله په یو شمېر عربي او شمالي افریقايي هېوادونو کې راغلې وه.
رییسي په خپلې وینا کې ویلي چې لاریونونه او بلوا توپیر لري او زیاته کړې یې ده هغوی چې په ایران کې بې ثباتي پیدا کوي، حساب کتاب به ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې څه باندې ۵۰ ورځې کیږي چې خلکو د یوې ځوانې نجلۍ “مهاسا امیني” د وژل کېدو په اعتراض کې پراخ لاریونونه پیل کړي چې لا هم روان دي.
باید وویل شي چې د د ایران په لاریونونو کې تر اوسه د امنیتي ځواکونو په ډزړ ۳۱۴ تنه وژل شوي، سلګونه ټپیان دي او زرګونه نور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
















