ایران روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په اړه خپاره شوي راپورونه تایید کړل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۱ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې هېواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو نوموړي ټینګار کړی چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوې وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر “حسین امیر عبداللهیان” په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تهران د میاشتو راهیسې مسکو ته د وسلو د لېږد په اړه ناڅرګند پیغامونه ورکول.

اوکراین او امریکا وایي، چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د پوځي بنسټونو سربېره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره هم کار اخیستی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button