ترکيه کې په چړو د وهل شويو پنځو افغانانو مړي موندل شوي

کابل ټکی کام(جمعه، ۲۰ لړم، ۱۴۰۱ل)

د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، د ترکيې په انقره کې د پنځو افغانانو مړي موندل شوي دي.

پوليس وايي، دا پېښه د انقرې په التنداغ سیمه کې رامنځته شوې او ښکاري چې وژل شوي کسان په چړو وهل شوي دي.

د انقرې د والي دفتر کې ویلي، د دغو پنځو بهرنیو اتباعو د وژنې په اړه د پوليسو له خوا پلټنې روانې دي.

لا معلومه نه‌ده چې ولې دا افغانان وژل شوي خو مخکې له دې هم د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو د وژنې او ځورونۍ څو پېښې لیدل شوي.

تردې مخکې په سوشل ميډيا هم ځينې ويډيوګانې خپرې شوي چې د ترکي پوليسو له لوري پکې افغانان شکنجه او وهل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button